اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقی

په پاکستان کې چاودنې د دغه هېواد دوه پوځیان ووژل

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید په پایله کې د دغه هېواد ۲ پوځیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

دا برید د پنجشنبې په ورځ ( حمله دوهمه) د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، پېښور، د خیبر پښتونخوا، باجوړ، دیره اسماعیل ټانک، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان هغه سیمې دي چې په تېر کال کې د تحریک طا-لبان پاکستان له بریدونو ډېر ځپل شوي دي.

د دې شمېرو له مخې تېر کال په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۰۰ ترهګریز بریدونه شوي دي.

په پاکستان کې د ډېرو بریدونو مسئولیت د تحریک طا-لبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

په پاکستان کې د بریدونو له زیاتېدو سره د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې دوی د دوشنبې په سهار په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ترهګرو پر ضد عملیات کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا