اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پاکستان پوځ طا-لبانو ته خبرداری ورکړی

ډيډ خبري اژانس: د پاکستان د پوځ قومندان په افغانستان کې د طا-لبانو د خوندي پټنځایونو په اړه خبرداری ورکړی.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ قومندان افغان طا-لبانو ته د وسله والو د خوندي پټنځایونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دوی ځواکونه به د هغو وسله والو د پټنځایونو د مخنیوي لپاره چې له پولې هاخوا د افغانستان له خاورې د بریدونو پلانونه جوړوي، «موثر ځواب» ورکړي.

د پاکستان د پوځ د سرلښکر جنرال عاصم منير دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د دغه هېواد په جنوب لوېديځ او د افغانستان پولې ته څېرمه په بلوچستان ايالت کې د دوو وروستيو تروريستي بريدونو په نتيجه کې ١٢ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

منير په کویټه کې د يوې پوځي غونډې په ترڅ کې وژل شويو سرتېرو ته خراج تحسين وکړ.

د دغه راپور پر بنسټ، تحریک طا-لبان پاکستان او داعش په بلوچستان ایالت کې حضور لری.

خو د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې د یوه وروستي برید پړه پر غاړه اخیستې چې پکې نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې په ژوب سیمه کې د یوه بل برید مسوولیت نه دی منلی.

د منیر په وینا، د پاکستان وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو د «خوندي پټنځایونو او د فعالیت ازادۍ» په اړه جدي اندېښمن دي.

منیر زیاته کړه چې تمه لري افغان طا-لبان به له واشنګټن سره د ۲۰۲۰ کال په تړون کې خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه وویل چې که طا-لبان په دې کار کې پاتې راشي، نو دا «د زغم وړ بریدونه به اغیزمن ځواب ترلاسه کړي».

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طا-لبانو د واک تر لاسه کولو وروسته په پاکستان کې د ټي ټي پي تروريستي بريدونو زور اخيستی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا