افغانستانروستي خبرونهسیاست

د طا-لبان د پوځ لوى درستيز بلخ ته لاړ

د دید خبری آژانس د خبر له مخې: د طا-لبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت بلخ ولایت ته سفر کړی دی. بلخ ته د نوموړي دغه سفر د بلخاب د تحولاتو په لړ کې شوی دی.

د طا-لبان د پوځ لوى درستيز بلخ ته لاړ

د طا-لبان د ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت نن سهار (سه شنبه د غبرگولی ۳۱مه) بلخ ته په رسمي سفر تللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د دغه سفر پر مهال د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قومندان امیرخان حقاني او د قول اردو له لوی درستیز ملا عبدالوکیل منيب سره د شمال زون ولایتونه د امنیت، دفاع او د سرحدونو د ساتنې په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي. دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې په بلخاب کې د طا-لبانو د مرکزي حکومت او مولوي مهدي ترمنځ کړکېچ زیات شوی او ځینو سرچینو ویلي چې طا-لبان پر بلخاب ولسوالۍ برید ته چمتو دي.
طا-لبان تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او تل یې د مولوی مهدي او د کابل حکومت ترمنځ اړیکې ښې بیان کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا