اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

حنا رباني کهر به نن کابل ته راشي

ډید خبري اژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال به نن سه شنبه (لیندی ۸) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دولت د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر به نن په یوه ورځني سفر کابل ته راشي او له طا-لب چارواکو سره به وګوري.

د دغه سفر موخه د ښوونې او روزنې، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ، سیمه ییز اتصال، د خلکو تر منځ د اړیکو او د سیمه ییز امنیت اړوند مسایلو په ګډون د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې دي.

په کابل کې د پاکستاني چارواکو د هرکلي لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په افغانستان کې د طا-لبانو تر منځ له جګړې وروسته پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې اړیکې لري.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه طا-لبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا