روستي خبرونهورزش او ځوانان

۱۹ کلن افغان کرکټ لوبډلې مالیزیا ته ماته ورکړه

د نولس کلنو نړيوال جام ته د غواري پړاو يو ورځنيو سياليو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن سهار د ماليزيا څخه وګټله.

دغه لوبې په سينګاپور کې ترسره کېږي، چې پکې ماليزيا، افغانستان، سينګاپور او نيپال نولس د نولس کلنو لوبډلې برخه لري.

د ننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او د ماليزيا لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ماليزيا ټول لوبغاړي په ۲۱ اعشاريه ۵ اورونو کې وسوځېدل او ۵۳ منډې يې جوړې کړې، چې افغانستان ته يې د ۵۴ منډو هدف وټاکه.

افغان نولس کلنو لوبډلې یاد هدف په ۵ اعشاريه ۴ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پووره کړ او ماليزيا لوبډلې ته يې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې دغو سياليو ته د چمتووالي په هدف هراړخيز تمرينونه ترسره كړل.
ټاکل شوې ده، چې افغان لوبډله به خپله دوهمه يو ورځنۍ لوبه سبا د كوربه هېواد سينګاپور په وړاندې ترسره كړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا