افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له افغان روغتیایي سیستم سره ۴۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له سقوط کیدونکي روغتیایي سیستم سره د ۴۵ میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ.


د بشرپاله مرستواو بېړنیو مرستو په چارو کې د دغه سازمان د سرمنشی مرستیال مارتین گریفیتس چارشنبه، د سنبلې ۳۱مه کی وویل: دا مرسته به د نړیوال روغتیایي سازمان او یونیسف ادارو په واک کې ورکړل شي، چې د افغان روغتیایي سیستم د ژغورنې لپاره یې مصرف کړي.
څو ورځې مخکې نړیوال روغتیایي سازمان، چې رئیس یې کابل ته بېړنی سفر کړی و، د افغانستان روغتیایي سیستم د طالبانو له واکمنیدو وروسته له سقوط سره مخ وباله او ټینګار یې وکړ، چې عاجله پاملرنه ورته په کار ده.
د دغه وضعیت دلیل دا ښودل شوی، چې نړیوالو د طالبانو د واکمنیدو له کبله د نورو برخو ترڅنګ د افغانستان له روغتیایي سیستم سره هم خپلې مرستې ودرولي.
نړۍ د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني او له دې کبله یې خپلې مرستې ورسره درولي دي.
طالبانو بیا له نړۍ غوښتي، چې خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا