اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پاکستان د POR کارت لرونکو مهاجرینو د پاتې کیدو موده دوه میاشتې غځولې ده

ډيد خبري اژانس: د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو د اسانتيا په موخه يې د راجسټريشن کارډ (PoR) لرونکو کسانو د اوسېدو موده د جون تر پايه غځولې ده.

د نیوز انټرنیشنل د راپور له مخې، د پاکستان د حکومت کابینې پرون د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د افغان کډوالو د راجستریشن کارډونو (PoR) موده، چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل له لومړۍ نیټې څخه پای ته رسېدلې وه، د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې (۱۰ سرطان) پورې وغځوله.

د دغه راپور پر بنسټ، د دغه اقدام موخه د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو بهیر اسانه کول دی.

دا اقدام د PoR کارت لرونکو ته دا توان ورکوي چې په پاکستان کې د پاتې کیدو پرمهال ښوونځیو، بانکي حسابونو او نورو اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.

د يادونې وړ ده چې په دريم پړاؤ کې به د پي او آر کارت لرونکي کسان له پاکستانه وشړل شي.

پاکستان د نومبر له لومړۍ نیټې څخه تر نن ورځې پورې په لومړي پړاو کې تر نیم ملیون زیات غیرقانوني کډوال ایستلي دي.

دویمه مرحله د افغان تابعیت کارتونو (ACC) سره د مهاجرینو په شړلو تمرکز کوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې دا کار یې د خپل کورني امنیت لپاره کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا