اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

هوا پېژندنه: په راتلونکو دوو ورځو کې به د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو شاهدان وي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د هېواد ۲۷ ولایتونه د سختو واورو او بارانونو شاهد وي.

د هوا پېژندنې ادارې نن سه شنبه (د دلو ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د سختو بارانونو او واورو د ورېدو خبر ورکړی دی.

د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، غزني، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپيسا، پروان، ميدان وردګ، باميان، سمنګان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات به د وري له ۱۹ تر ۲۰ پورې د واورې او باران شاهد وي.

په دې خبرپاڼه کې په بېلابېلو ځايونو کې له ١٥ تر ٤٠ ملي مترو پورې د اورښت او له ١٥ تر ٥٠ سانتي مترو پورې واوره ياده شوې ده.

داسې ښکاري چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د سالنګ اقلیم توپان وي، نو هغه موټر چلوونکي او مسافر چې پر دې لاره تګ راتګ کوي، د ژمي وسایل دې له پامه ونه غورځوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا