اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

بنت: د مطیع الله ویسا زنداني کول خپلسري او غیر عادلانه دي

ډیډ خبري اژانس: په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یو ځل بیا ویلي، چې د پوهنې د حقونو د فعال مطیع الله ویسا زنداني کول خپلسري او غیر عادلانه دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د طا-لبانو له خوا د پوهنې د حقونو د فعال مطیع الله ویسا پرله پسې توقیف کول «خپلسري او غیر عادلانه» دي.

ويسا د روان هجري لمريز کال د حمل د مياشتې په اوومه نېټه د طا-لبانو له خوا ونيول شو او تر ١١٠ ورځو پورې د دغې ډلې له خوا په بند محکوم شو.

طا-لبانو د ویسا تر نيولو وروسته د هغه کور او دفتر تلاشي کړ او دوه وروڼه يې بنديان کړل.

تر اوسه د نوموړي د زنداني کېدو لامل نه دی روښانه شوی.

ریچارډ بنټ ټویټ کړی چې ویسا باید وکیل ته د لاسرسي حق ولري او د هغه کورنۍ سره لیدنه وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د پوهنې د حقونو د دغه فعال د ژر تر ژره او غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ویسا د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو او زده کړې ته د ماشومانو د لاسرسي غوښتنه کړې وه.

د هغه تر مشرۍ لاندې یوه موسسه «راه قلم» په پرتو سیمو کې د ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځي جوړ کړل او زده کړې ته یې وهڅول.

په ورته وخت کې د طا-لبانو ویاند د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور ناسم بللی او د منفي راپورونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا