روستي خبرونهسیاستنړۍ

کیرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د سفارت د نوي شارژدافیر په توګه وټاکل شو

ډیډ خبري اژانس: په افغانستان کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د امریکا د سیمه ییزو همکارانو د ایستلو او بیا میشتیدنې د پروګرام مسئول کیرن ډیکر د دغه سفارت د نوي شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.

کیرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د سفارت د نوي شارژدافیر په توګه وټاکل شو

د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کیرن ډیکر به د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د پخواني شارژدافیر ایان مک کري پر ځای کار وکړي.
مک کري د خپل ماموریت د پای ته رسیدو په اعلانولو سره په یو لړ ټویټونو کې «د نجونو د منځنیو ښوونځیو په تړلو، د بشري حقونو د سرغړونو معتبر راپورونه، د رسنیو د ازادۍ د خرابیدو او د افغان ښځو د حقونو د محدودولو په شمول” پر طا-لبانو نیوکه وکړه.
هغه زیاته کړه: موږ له خپلو شریکانو سره د [افغانستان] د اقتصادي ثبات په برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکوو.
مېرمن ډیکر په افغانستان کې د کار کولو څو کلنه تجربه لري. د نورو شیانو ترڅنګ، نوموړی له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال و. تر دې وړاندې یې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان په ختیځ کې کار کړی دی.
د تېر حکومت تر نسکورېدو وروسته امريکا په افغانستان کې خپل سفارت وتړل او قطر ته يې ولېږداوه. په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي په منظمه توګه د طا-لبانو له استازو سره د افغانستان د مرکزي بانک د بندو اسعارو زیرمو ته د طا-لبانو د لاسرسي په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا