اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیمهمنطقیمهم مطالب

ایکسپریس ټریبیون: د غیرقانوني مهاجرینو ایستل له طا-لبانو سره د ټي ټي پي له شخړې سره هیڅ تړاو نلري

ډیډ خبري اژانس: د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یوه پاکستاني چارواکي له خولې ویلي، له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل د تحریک طا-لبان پاکستان پر سر د پاکستان او طا-لبانو تر منځ له اختلافاتو سره هېڅ تړاو نه لري.

دغه پاکستاني چارواکي پرون (یکشنبه، اکتوبر ۱۴) دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی د مهاجرینو له اخراج څخه پر طا-لبانو د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

ایکسپریس ټریبیون د دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي، چې د ده دا څرګندونې له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې د طا-لبانو د مهمو څېرو د توندو نیوکو په ځواب کې شوې دي.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغان مهاجرینو «بې توپیره ایستل» د «اسلامي لارښوونو او نړیوالو معیارونو خلاف کار دی».

هغه وویل چې «داسې ښکاري چې د هغه هیواد داخلي ستونزه له افغانستان څخه ده».

حقاني د پاکستاني چارواکو هغه استدلال رد کړ چې ګواکې د پاکستاني طا-لبانو په ترهګریزو بریدونو کې افغانان ښکېل دي.

ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکي د حقاني د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې د ځینو افغان کډوالو ایستل «د TTP له مسلې سره هیڅ تړاو نلري»، هغه ډله چې په تیرو څو میاشتو کې یې په پاکستان کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

هغه وویل: «یو نظر دا دی چې دا پریکړه پر افغان حکومت د فشار راوړلو لپاره شوې ده. دا ريښتیا نه ده».

دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې پاکستان له اقتصادي ننګونو سره مخ دی او هغه غیر قانوني کډوال د پاکستان پر اوږو بار بولي.

د پاکستان حکومت وايي، په پاکستان کې د TTP په ترهګریزو بریدونو کې یو شمېر افغانان لاس لري. له همدې امله، د اسنادو پرته د مهاجرینو شړل او د هغو افغانانو لپاره چې د اعتبار وړ ویزې نه لري د دواړو هیوادونو له پولو څخه تیریدل ستونزمن کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا