اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه توشیح شوي دي

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په ۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه چې ۱۲ نړیوال هوکړه لیکونه او ۱۶ نور تقنیني سندونه، د قانون طرحه او د قوانینو د تعدیل طرحه پکې شامل دي؛ ولسي جرګه کې د قانوني پړاوونه تر بشپړېدو او د دواړو مجلسونو تر تصویب وروسته؛ د جمهوري ریاست د عالي مقام لخوا توشیح شوي دي. 

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په ۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه چې ۱۲ نړیوال هوکړه لیکونه او ۱۶ نور تقنیني سندونه، د قانون طرحه او د قوانینو د تعدیل طرحه پکې شامل دي؛ ولسي جرګه کې د قانوني پړاوونه تر بشپړېدو او د دواړو مجلسونو تر تصویب وروسته؛ د جمهوري ریاست د عالي مقام لخوا توشیح شوي دي. 
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، ډاکټر فاروق وردګ، چې د یکشنې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه مالومات ورکول؛ زیاته کړه: په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د ۱۳۹۷ کال په ترڅ کې په ټولیزه توګه د ملي شورا له غړو سره د وزارتونو او خپلواکو ادارو د لومړۍ درجې مسوولینو ۱۳۹۶۰ ناستې تنظیم کړي چې له دې جملې ۱۱۱۰۹ یې په ولسي جرګې او ۲۰۸۹ نورې یې په مشرانو جرګې پورې اړه لري. 
په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان چمتو کول، په کورنیو سفرونو کې د ملي شورا د غړو د امنیت د خونديتوب په برخه کې همغږي کول او د ملي شورا د غړو د رسمي سفرونو تنظیمول؛ په ۱۳۹۷ کال کې د دغه وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د خپلو ستراتیژیکو پروګرامونو له مخې په پام کې لري چې په ۱۳۹۸ کال کې پر ورځنیو چارو سربېره، د دولت له درې ګونو قواوو سره سیستماټیکې پارلماني او دوامداره دوه اړخیزې اړیکې ولري. 
دغه چاره په هېواد کې د ملي ثبات د پیاوړتیا، د قانون د حاکمیت، د خلکو د ژوند د ښه والي، سولې او پرمختګ لامل کېږي.
د ملي شورا له پرانیستنې سره سم له مجلس سره د وکیلانو د بلدتیا په موخه د پروګرامونو ترتیب، د ولسي جرګې غړو ته د باور رایې د اخیستو لپاره د وړاندیز شویو وزیرانو پېژندنه، د پارلماني اړیکو د قانون د تنظیم د طرحې طی مراحل، د هېواد د اساسي قانون پر اساس د وزیرانو د استجواب د پلي کېدو د زمینې برابرول او د ولسي جرګې د غړو د سلوکي سرغړونو د څېړنو د کمیسیون رامنځته کول، په ۱۳۹۸ کال کې په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت له نورو پروګرامونو څخه دي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، یواځنۍ اداره ده چې دافغانستان د اسلامي جمهوریت د درې ګونو قواوو ترمنځ د قواوو د تفکیک اصل ته په پام سره د پارلماني اړیکو د تنظیم، همغږۍ، ټینګښت او پراختیا دنده په غاړه لري او په دې توګه د ډېموکراسۍ د بنسټیز کېدو، قانوني او ځواب ویونکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې خپل رول لوبوي. 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا