اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

داعش په ایران کې د شاه چراغ پر زیارت د تروریستي برید مسوولیت په غاړه واخیست

دید خبری اژانس: له ایران څخه ترلاسه شوی راپورونه وایی چې ددغه هیواد په شیراز ولایت کښې د شاه چراغ زیارت یو ځل بیا د وسله والو ترهګرو لخوا په نښه شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغه برید پرون ماښام شاوخوا ۷ بجې شوی دی.

د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۲ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.

تر اوسه د دغه برید د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.

ایراني رسنیو ویلي، چې یو بریدګر هم نیول شوی دی.

د شاهچراغ پر مزار تېر کال هم د چارشنبې په ورځ برید شوی و، چې په پایله کې یې ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي وو.

داعش ترهګرې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

تېره میاشت ایران دوه هغه افغانان اعدام کړل چې په برید کې د لاس لرلو په تور نیول شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا