اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

د غزې وضعیت؛ د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران چین ته ځي

دید خبری آژانس: د اسرائیلو د رژیم له خوا د غزې له شفا روغتون څخه د سلګونو ناروغانو له ویستلو وروسته، د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د اسلامی او عربی هیوادونو وزیران به ډیر ژر په دې هکله د سلا مشورو لپاره چین ته ولاړ شی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه (د عقرب ۲۷ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د اسلامي او عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه د سلا مشورو لپاره چین ته سفر وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دا سفر د غزې د جګړې په اړه د سیاسي بهیر د پیلولو په هدف دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي، چې دا سفر د دوشنبې په ورځ ترسره کېږي.

د دې سفر اصلي موخه په غزه کې د جګړې د سمدستي بندولو او دغې سیمې ته د خوندي مرستو رسولو په اړه خبرې کول دي.

فیصل بن فرحان همداراز وویل: بیلا بیلو هیوادونو ته د دغې کمیټې سفر به د دوشنبې په ورځ پیل شي. لومړی منزل چین دی او له هغه وروسته به دوی د څو نورو هیوادونو پلازمینې ته لاړ شي چې په غزه کې د سمدستي اوربند د اړتیا او دې سیمې ته د بشري مرستو د رسیدو په اړه پیغام ورسوي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ملګروملتونو پورې اړوند د الفخوره په ښوونځي د بمي چاودنې غندنه کوي چې په نتیجه کې یې څه باندې ۲۰۰ کسان ووژل شول.

د الجزیرې د راپور له مخې د اسراییلو جنګي الوتکو پرون ماسپښین د غزې په جبالیه کمپ کې د الفخوره ښوونځی بمبار کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د یو شمېر اسلامي او عربي هېوادونو مشرانو د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې په اړه «بېړنۍ» غونډه وکړه.

په دې غونډه کې دوی غزې ته د سمدستي اوربند او د بشري مرستو د لېږلو غوښتنه وکړه.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې په غزه کې د شخړو له پیل څخه شاوخوا یوه نیمه میاشت تیریږي او د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیوالې هڅې لا هم په دې سیمه کې د کمیدو نښې نه لیدل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا