افغانستانروستي خبرونهټولنه

له ترکیې څخه ۱۳۶ افغان کډوال اخراج شول

دید خبری آژانس: د ترکیې د حکومت له لوري ۱۳۶ کډوال له ترکیې څخه د چارټر الوتکو په واسطه کابل ته راستانه شوي دي.

له ترکیې څخه ۱۳۶ افغان کډوال اخراج شول

د اناتولی خبري اژانس نن شنبه (د اسد ۲۲مه) راپور ورکړ چې دغه پناه غوښتونکي چې په غیر قانوني توګه ترکیې ته داخل شوي وو، د شهید بلنت ایغدیر له هوايي ډګر څخه د څو چارتر الوتنو په واسطه بېرته کابل ته راستانه شول.
دغه خبری اژانس وایی د اګست له شپږمې نیټې څخه تر دیارلسمې نیټې پورې ټول ۹۰۶ تنه افغان کډوال چې په غیر قانونی توګه ترکیې ته داخل شوی وو له ایغدیر څخه د شپږو چارټر الوتنو په واسطه هیواد ته راستانه شوی دی.
ترکي چارواکو ټینګار کړی چې د هغو پناه غوښتونکو د شړلو هڅې روانې دي چې په غیر قانوني توګه دغه هیواد ته داخلیږي.
تر دې وړاندې ترکیې په سلګونو افغان کډوال له دغه هېواده شړلي دي.
په دې وروستیو کې د بخښنې نړیوال سازمان د کوربه هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د حقونو د سرغړونې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا