اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

په یوه ورځ کې تر زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

ډید خبري آژانس: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په یوه ورځ کې ۱۰۱ تنه افغان اتباع له پاکستان څخه ویستل شوي دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۵) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دغو مهاجرینو څخه ۹۹۸ یې د ۱۹۱ کورنیو څخه دي او درې نور یې هغه کسان دي چې د پاکستان له زندانه خوشي شوي او بیا شړل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت له هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، شړل شوي کډوال د لا زیاتو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

د پاکستان حکومت هره ورځ په سلهاو مهاجر په زوره له خپلو کلیو شړي. د پاکستان دغه کړنه د نړیوالې ټولنې له غبرګون سره مخ شوه، خو د پاکستان حکومت ورته پام ونه کړ او دغه بهیر ته یې دوام ورکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا