افغانستانروستي خبرونهسیمه

پاکستان پوځ: د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبرې ناموجه دي

د پاکستان پوځ د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د هغو څرګندونو په اړه چې د خیبر ایجنسي عملیاتو په اړه يې د یوه مطبوعاتي کنفرانس کې کړي، د غبرګون ښودلو په لړ کې دا څرګندونې ناموجه بللي دي.

د پاکستان پوځ یوه ویاند تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د دفاع وزارت دغه څرګندونې ناموجه او د پاکستان پوځ د هغو هڅو پر خلاف دي چې د پولې په اوږدو کې د ښې همغږي او همکاري په موخه ترسره کیږي.

جنرال وزیري د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ترهګرې ډلې د پاکستان په لویو ښارونو کې مرکزونه لري نه د ډیورند په اوږدو او قبایلي سیمو کې.

نوموړې زیاته کړه، چې ترهګرې دلې له دغو مرکزونو څخه تمویل او تجهیز کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي تل ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او امنیت هغه وخت راتلی شي چې د ډیورنډ کرښې له هاخوا سیمو څخه د دولت ضد وسله والو ډلو امن ځایونه له منځه وړل شي.

د افغانستان حکومتي چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت هم تیره اونی وویل، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې نوې راپور کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا