اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

امریکاییانو د هلمند په ګرشک کې په افغان امنیتي ځواکونو بمباري کړې ده

د راپورونو په اساس امریکایانو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په افغان عسکرو درنه بمباري کړې او ۱۵ تنه یې وژلي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات وایي امریکایانو په ناڅاپي، او خطایي برید کې خپل افغان ملګري وژلي .
د ده له قوله ، امریکایان په دې نه و خبر، چې سیمه دمګړی د افغان ځواکونو په لاس کې ده، نو ځکه یې هوايي برید کړی دی.
پژواک خبري آژانس ته یوې سرچینې ویلي، چې په پېښه کې ۱۵ افغان پولیس وژل شوي دي. سیمه ییزو چارواکو پېښه تایید کړې او وايي پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، چې د امریکا پوځي الوتکو له هوا د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه.
طالبانو په یوه خبر کې ویلي چې د ګریشک په پارچاو سیمه کې د ټولې ولسوالۍ عمومي مشر قومندان محمد ولي اکا، قومندان ناصرک، قومندان عبدالله جان او قومندان محمد ویس په شمول ۶۰ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وایي د څېړنو لپاره یوه ډله له کابله د هلمند پر لور روانه شوې.
دا لمړی ځل ندی چې امریکایان په افغان عسکرو خونړي بریدونه کوي، بلکه تر دې وړاندې هم په ځلونو داسې بریدونه شوي دي.
تر اوسه نه امریکایي سفارت او نه افغان چارواکو پرې خواشیني ښکاره کړې.
د شنونکو به باور امریکایانو ته د قضایي مصؤنیت ورکولو د افغان چارواکو د غندنې خولې بندې کړې او امریکایان په لوی لاس خپل سري هدفونه په نښه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا