اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

سبا په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، «افغانستان له پولیو څخه پاک» موسسې اعلان کړی، چې سبا د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي.

دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه کمپاین به د دوشنبې په ورځ (د کب ۷ مه) د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې پیل شي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به په ۲۱ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

سږ کال په ټول هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.

د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې په هرو دریو میاشتو کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا