افغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: له افغانستان څخه پر ازبکستان د توغندیو ویشتل د «شریرو حلقو» کار و.

ډيډ خبري اژانس: له افغانستان څخه پر ازبکستان د څو راکټونو له لګېدو وروسته طا-لبان وايي، دا کار يې «شریرو حلقو» د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د خرابولو په موخه کړی دی.

مجاهد: له افغانستان څخه پر ازبکستان د توغندیو ویشتل د «شریرو حلقو» کار و.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۱۵مه) یو ټویټ خپور کړ او ویې ویل چې د افغانستان له خاورې ازبکستان ته د توغندیو توغول د شریرو حلقو له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دې پېښې د عاملينو د نيولو او مجازاتو هڅې روانې دي.
دا په داسی حال کې ده چی د سه‌شنبی مازدیګر ۴:۳۰ بجې شاوخوا د حیرتان له بندري ښارګوټي څخه د ازبکستان د ترمذ ښار پر لور پنځه توغندي وتوغول شول.
د ازبکستان امنیتي چارواکو تایید کړه چې د دغه هېواد په ترمذ ښار کې پنځه راکټونه لګېدلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو توغندیو د توغولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تر دې مخکې طا-لبانو له افغانستان څخه پر ازبکستان د راکټونو توغول رد کړي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا