افغانستانروستي خبرونه

داعش خوګیاڼو ته هم ورسېد

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي سیمې نه راپورونه وایي، داعش وسله وال دغې سیمې ته ننوتي چې له امله یې له سهار راهیسې سلګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او کډه شوي دي.

ولسوال ډډک زلمي کلید رادیو سره خبرو کې له سیمې د خلکو وتل تایید کړي دي. داعش وسله وال د ننګرهار له دوه نورو ناارامه ولسوالیو پچیر اګام او چپرهار نه وزیرو تنګي ته ورغلي چې له امله یې سلګونه کورنیو کډه کړې او ځانونه یې د ولسوالۍ ودانۍ ته رسولي دي.

ولسوال ویلي، له ولایتي ادارې سره په تماس کې دی، څو د خلکود ژوند د خوندیتوب له پاره ګامونه اوچت کړي.

دا به ښایي لومړی ځل وي چې داعش په خوږیاڼو کې دومره پراخ حضور پیداکوي او خلک کډوالۍ ته مجبوروي. له دې وړاندې پچیر اګام، چپرهار، شینوارو او کوټ ولسوالیو کې خلکو د داعش د ګواښونو او وژلو له امله خپل کورونه پريښي وو.

سهار وختي داسې راپورونه ورکړل شول چې داعش د تورې بورې سیمه هم نیولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا