افغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

ملګری ملتونه:

په افغانستان کې پر اقلیتونه د سیستماتیک بریدونو مخه نیول، اقدام ته اړتیا لري

د دید خبری آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، هرڅوک حق لري، چې په سوله کې ژوند او عبادت وکړي.

په افغانستان کې پر اقلیتونه د سیستماتیک بریدونو مخه نیول، اقدام ته اړتیا لري

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ نن (د غبرگولی ۲۹) په یوه ټوېټ کې په کابل او کندز کې پر مذهبي اقلیتونو بریدونه په کلکه وغندل.
بینیټ: هرڅوک حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او عبادت وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر په کابل او کندز کې د سکهانو او صوفيانو پر ټولنو وروستي ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې پر مذهبي اقلیتونو د سیستماتیک بریدونو مخه نیول د اسنادو، تحقیقاتو او حساب ورکولو په ګډون اقدام ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د طا-لبانو د موقت حکومت له راتګ سره هم پر مذهبي اقلیتونو بریدونه نه دي کم شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا