اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

په افغانستان کې د کانګو تبې خپرېدل؛ ۳۵ مثبتې پېښې او ۱۱ مړینې ثبت شوې دي

دید خبري آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د کانګو تبې ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د اونی پای چه د جون د ۱۷ نیته سره سمون خوری، په هیواد کې د کانګو CCHF ټولټال ۳۵ نوې قضیې ثبت شوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه په ټولیزه توګه ۳۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې جملې څخه ۱۱۴ پېښې (۳۱.۸٪) د دغې ناروغۍ د خپرېدو له امله او پاتې نورې یې بې ځایه وې.

په ټولیز ډول، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې، ۱۱ مړینې راپور ورکړل شوی دی (۳ په بلخ، ۲ په کندهار، ۲ په جوزجان، ۲ په کابل او ۱ په تخار او سمنګان ولایتونو کې).

په تېرو دوو میاشتو کې تر ټولو مثبتې پېښې په جنوبي (کندهار او هلمند)، شمالي (بلخ) او مرکزي (کابل) ولایتونو کې وې.

د دغه راپور پر بنسټ عموماً په نړۍ کې په یوه کال کې ۱۵ زره پېښې ثبتېږي.

د کانګو تبه یو ډول ویروس دی چې له ځانه سره وینه بهېدنه هم کوي او معمولاً له ۱۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې کسان په دې ویروس اخته کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا