اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستشننه

محور مردم؛ د حکومت پر وړاندې یوه بله لیکه

 

تر اوسه د حکومت د تک روۍ پر وړاندې د ایتلاف نجات له جوړېدو دومره وخت نه دی تېر شوی، چې په کابل کې د مور مردم په نامه د حکومت پر وړاندې یوه بله لیکه هم جوړه شوه.

د نوي ایتلاف غړیو ته  چې وګورو؛ نو ډېری د پخواني حکومت غړي او ټول د حامد کرزي کسان دي.

د محور مردم غړیو په هغه غونډه کې چې نن یې په کابل کې ترسره کړه له فساد سره په مبارزې، ژبني، قومي او مذهبي درزونو او له اوسني جمهور رییس له تک روۍ سره مبارزه یې خپل کار وباله.

داسې نه ده، چې یوازې د شمالي ټلوالې مشران له ارګ نه خپه دي، دې خوا هم داسې کړۍ شته چې له ملي وحدت حکومت نه ناراضي او اعلام موجودیت یې وکړ.

اوس حکومت باید له طالب او داعش  سره د مبارزې تر څنګ په سیاسي اړخ کې هم له دوو جبهو سره مبارزه وکړي او د ملي وحدت او بهرنیو ملاتړیو چار به یې ورستونزمن کړي.

کمزوری ګومان دی چې وویل شي، چې د محور مردم مشران به له حکومت سره تفاهم وکړي او دوی په خپله لومړۍ غونډه کې وویل چې په قدرت کې ونډه نه اخلي او کار یې یوازې د نظام د چارو ښه والی دی.

خو داسې نښې نښانې هم شته، چې په دې روستیو کې حامد کرزی ډېر فعال شوی او غواړي په راتلونکي کې په سیاست کې فعاله ونډه ولري.

که په افغانستان کې ددې ډول ایتلافونو مخینې ته وکتل شي؛ جدا له هغو شعارونو چې ورکوي یې، قدرت ته لېواله اراده په کې موجوده وي او په دې لار کې ګام اخلي.

د محور مردم ایتلاف تر شا بېشکه چې حامد کرزی ولاړ دی او هغه غواړي چې دهېواو په سیاسي فضا کې ونډه ولري؛ ځکه له یوې خوا یې نړیوال ملاتړ له لاسه ورکړی او بلخوا په خلکو کې هم څه ځای نه لري،چې د هېواد په راتلونکي کې ځان پرې مطرح کړي.

اوس کرزی ددې ایتلاف په جوړېدو غواړي چې نه د یوه وګړي په نامه بلکې د یوې سیاسي وزنې په نامه سیاسي ډګر ته راودانګي او امتیاز واخلي.

د ولسمشر غني درې کلنه عملنامه ښيي چې چمتو نه دی چې په وړیا توګه هر چا ته امتیاز ورکړي.

خو اوس حکومت له دوو سترو جبهو سره مخامخ دی او که دا دواړه سره یو ځای شي؛ نو ستره سیاسي وزنه به جوړه شي.

محور مردم دوه ټاکنې درلودای شي یا دې له حکومت سره یو ځای شي او ایتلاف نجات پر وړاندې دې شي او یا دې له ایتلاف نجات سره یو ځای شي او په ارګ دې کړۍ راتنګه کړي.

د سیاسي بحران له مخې چې ملي وحدت حکومت ته رامخې شوی؛ نو کېدای شي، چې محور مردم دوه ټاکنه ولري.

ظاهر شکوهمند – خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا