اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې سره ټلیفونې خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې آرانچا گونزالس لایا سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې آرانچا گونزالس لایا سره ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني د هسپانیې حکومت او خلکو ته په یاد هیواد کې د کرونا ویروس له امله د اوښتو زیانونو تسلیت ووایه.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې له جمهوررئیس غني څخه په مننې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه د بیا انتخابېدو مبارکي وویله.
په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو په افغانستان کې د کرونا ویروس د احتمالي سیر، سولې پروسې او همدارنګه د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا