اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

ریشي سوناک ته لیک: موږ باید د خپلو افغان همکارانو اخلاقي پور ادا کړو

دید خبری آژانس: د بریتانیا پارلمان لسګونو غړو او پوځی چارواکو د دغه هیواد لومړی وزیر ته یو لیک لیکلی او په افغانستان او پاکستان کې یې د افغان همکارانو د «ناوړه» حالت د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د بريتانيا د پوځ مشرانو او د پارلمان غړو له لومړي وزير ريشي سوناک څخه غوښتي دي چې له افغان مهاجرو سره خپلې ژمنې پوره کړي.

دوی د برتانیې له حکومت څخه وغوښتل چې خپل «اخلاقي پور» هغو کسانو ته هیر نکړي چې د طا-لبانو په وړاندې له برتانیا سره جګړه کوي.

کلیدي شخصیتونو – د برتانیا د پوځ پخوانی مشر جنرال لارډ ډونټ او د ناټو پخوانی عمومي منشي لارډ رابرټسن په ګډون – په پاکستان او افغانستان کې د بند پاتې کسانو د «ناوړه حالت» پای ته رسولو لپاره د اقدام غوښتنه وکړه.

د هغو افغانانو لپاره چې په انګلستان کې د پناه غوښتنې ژمنه شوې وه د مرستې غوښتنه وروسته له هغه کیږي چې د انګلستان د حکومت د بیا میشتیدنې پلان کې نیمګړتیاوې افشا شوې.

د راپورونو له مخې شاوخوا دوه زره افغانان چې برتانیې ته د سفر وړ بلل شوي، د پاکستان په هوټلونو کې د ځای پر ځای کېدو په تمه پاتې دي.

هغه کډوال چې له برتانوي ځواکونو سره یې مرسته کړې د بیا میشتیدنې د پلانونو له مخې منل شوي او له خپلو کورونو څخه افغانستان ته تللي، خو بریتانیا ته د تلو لپاره حتمي شنه څراغ نه دی ورکړل شوی.

له بلې خوا، هغه کسان چې بریتانیا ته لیږدول شوي په هوټلونو کې ژوند کوي او ځینې یې بریتانیا ته په راتګ پښیمانه دي.

تازه احصایې ښيي چې د کابل له سقوط راهیسې ۲۱۳۸۷ کسان د «ارپ» د ځای پر ځای کولو پروګرام له مخې بریتانیا ته لېږدول شوي دي. خو ډېر داسې هم شته چې تر اوسه برتانیا ته نه دي رسېدلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا