اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

طا-لبان: هره ورځ سل ټنه تېل له شمالي څاګانو را ایستل کېږي

ډید خبري اژانس: د طا-لبانو د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په شمال کې د تېلو له څاګانو څخه سل ټنه تېل استخراج شي.

د طا-لبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور د یوې چینایي کمپنۍ له مسئولینو سره په ګډه د دې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د سرپل ولایت د قشغري له څاګانو څخه به د تېلو د استخراج کچه ډېر ژر د ورځې سل ټنو ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې پروژه کې د سرپل ولايت د ځوانانو د کار کولو لومړيتوب دى او دا چې دا پروژه ٢٥ کلنه ده، په دې ځاى کې به د سړک او برېښنا په ګډون نورې اسانتياوې هم جوړې شي.

سرپل د هېواد یو له «دریمې درجې» محرومو ولایتونو څخه ګڼل کېږي.

د روان کال په پیل کې د طالبانو حکومت د هېواد په شمال کې د تېلو د استخراج تړون د «سینجیانګ د مرکزي اسیا د تېلو او ګازو کمپنۍ (CPEIC)» په نوم له یوې چینايي کمپنۍ سره لاسلیک کړ، چې پر اساس یې طالبانو په پیل کې شاوخوا «۲۰» سلنه به یو شریک وي چې دا برخه به په راتلونکي کې ۷۵٪ ته لوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا