اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ریاض له اسرائیلو سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګول د فلسطیني دولت له جوړېدو سره مشروط بللي دي

دید خبری اژانس: سعودی عربستان له صهیونیسټی رژیم سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو په ختیځ بیت المقدس کښې د یوه خپلواک فلسطینی دولت د رامینځته کولو په شرط یې اعلان کړ.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې پر غزې د اسرائیلي رژیم د خونړي برید بندول له تل ابیب سره د اړیکو د ټینګولو لپاره یو شرط بللی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه هېواد په دې اړه خپل دریځ امریکا ته اعلان کړی دی.

د سعودي عربستان دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ویاند جان کربي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې دي، چې ویلي یې وو، د بایډن حکومت مثبت غبرګون ترلاسه کړی، چې د سعودي عربستان او اسراییلو د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله بیانیه کې ویلي دي چې د فلسطین او د دغه هیواد د خلکو د خپلو مشروع حقوقو د ترلاسه کولو په هکله د دغه هیواد دریځ ټینګ دی.

د سعودي عربستان او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د بیا پیلولو هڅې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شوې.

سعودي عربستان د رژیم له جوړېدو راهیسې هیڅکله له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي پرې کړي.

د اسرائیلو پر رژیم د حماس له برید لږ وړاندې، د سعودي عربستان چارواکو منلې وه چې له اسرائیلي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په اړه د دغه هېواد خبرې یوې هوکړې ته «نږدې» شوې دي.

خو د راپورونو له مخې دغه خبرې اترې د غزې پر تړانګې د اسرائیلي رژیم له خونړي برید وروسته ودرول شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا