اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د عدلیې وزارت په ۹ ولایتونو کې د څه باندې ۱۷ زره جریبه ځمکې د استرداد اعلان وکړ

دید خبری آژانس: د عدلیې وزارت وايي، چې د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې یې په ۹ ولایتونو کې له ۱۷۳۰۰ جریبه زیاتې دولتي ځمکې استرداد او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ (سنبله ۵) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې له څېړنو او تایید وروسته یې ۱۷۳۰۰ او ۱۴ جریبه دولتي ځمکه استرداد کری ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي کمېټې هم په روانه میاشت کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې څه باندې ۵۵۱ زره او ۶۱۲.۴۱ جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړې او څه باندې ۲۸۰ زره او ۵۴۷.۹۸ جریبه نورې ځمکې هم تر څېړنې لاندې دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، په تېره میاشت کې بېرته راستنې شوې ځمکې په کابل، سرپل، اروزګان او سمنګان کې وې.

د عدلیې وزارت تر دې وړاندې هم د دولتي ځمکو او جایدادونو د بېرته اخیستو اعلان کړی و، خو په ځینو مواردو کې اشخاصو او شرکتونو هم شکایتونه کړي او ویلي یې دي، چې د دوی ملکیتونه بېرته اخیستل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا