افغانستانروستي خبرونهسیاست

یوناما: که طا-لبان له نړۍ مرسته وغواړي، د نجونو ښوونځي دې پرانیزي

ډېډ خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر وايي، طا-لبان باید له نړیوالې ټولنې د مرستې ترلاسه کولو لپاره د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

یوناما: که طا-لبان له نړۍ مرسته وغواړي، د نجونو ښوونځي دې پرانیزي

د یوناما موقت مشر مارکوس پوتزل ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، تر څو چې د ښوونځیو دروازې د ښځینه زده کوونکو پر مخ خلاصې نه شي، له افغانستان سره به نړیوالې مرستې دوام ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې زده کړه د هر وګړي حق دی او ملګري ملتونه له طا-لبانو هیله لري چې د نجونو د ښوونځیو د دروازو د بندولو په اړه پر خپل دریځ له سره غور وکړي.
هغه په ډاګه کړې، چې ملګري ملتونه به په هر حالت کې د افغانانو ساتنه وکړي. خو وروستیو سیاسي پرمختګونو یو غبرګون راپارولی او دا باور یې رامنځ ته کړی چې مرستې اړمنو ته نه رسېږي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ نږدې يو کال وروسته هم تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې نه دي پرانيستل شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا