اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

تی تی پی ته اسلامي امارت:

له افغانستانه پر پاکستان برید مه کوئ

دید خبری آژانس: راپورونه وایی چی د ټی ټی پی په مشرۍ «اسلامی امارت» له افغانستان څخه پر پاکستان باندی د حملې نه کولو خبرداری ورکړی دی.

د نیوز انټرنیشنل د راپور له مخې، د پاکستان د دیني عالمانو یوه غړي چې په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی، ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) په مشرۍ په پاکستان کې دننه د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې د کار اخیستو په وړاندې سخت خبرداری ورکړی دی.

د پلاوي دغه غړي يادونه وکړه، چې دا ډول کړنې د افغانستان او پاکستان د دواړو هېوادونو اړيکې کمزورې کوي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا حامد الحق په مشرۍ یو پلاوی او د دارالعلوم حقانیه مسوولینو تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې وکتل.

د دغه راپور په اساس، دغه سفر د دیني چارو د نړیوالې څیړنې د شورا د مشر اسرار مدني په همغږي سره ترسره شو، چې د اسلامي غورځنګ په اړه څیړنې کوي.

دا افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن تر سفر وروسته دویم مهم سفر دی.

د نگران حکومت مشرانو دا هم ویلي چې شاوخوا څلور اوونۍ وړاندې په دې اړه یوه غونډه شوې وه چې پکې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو لکه مفتي نور ولي محسود، حافظ ګل بهادر او نورو هم ګډون کړی و.

د تحریک طالبان پاکستان له مشر ملا محمد حسن اخند سره په دغه کتنه کښې لومړی وزیر په ښکاره وویل چې په پاکستان کښې دننه حملو د پاکستان له خلکو او حکومت سره د هغوی اړیکې کمزورې کړی دی.

مدني د نگران حکومتي چارواکو په حواله ویلي چې له دې غونډې وروسته وضعیت ښه شو، خو د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت تر منځ د خبرو بیا پیل کېدل به د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

خو د پاکستان حکومت په وار وار ویلي چې له ټي ټي پي سره به نور خبرې اترې ونه کړي ځکه چې مثبته نتیجه یې نه ده ورکړې.

مدني وویل، د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو په بېړه راستنېدو اندېښمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي TTP په خیبر پښتونخوا کې د وړوکي حکومت جوړولو اراده لري.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا