اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

ټي ټي پي په وزیرستان کې د خپل جګپوړي قوماندان وژل کېدل تایید کړل

ډید خبري اژانس: تحریک طا-لبان پاکستان په وزیرستان کې د خپل یوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل تایید کړي دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د حافظ ګل بهادر ډلې، چې د تحریک طا-لبان پاکستان یوه ډله چې په شمالي وزیرستان کې فعاله ده، له پاکستاني پولیسو سره د نښتې په پایله کې د ملا خاوري په نوم د حضرت زمان د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د حافظ ګل بهادر ډلې په یوه بیان کې د خپل لوړپوړي قوماندان حضرت زمان د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د اکتوبر په ۱۸مه د پاکستان د پوځ عامه اړیکو هم یو بیان خپور کړی و چې پکې د شمالي او جنوبي وزیرستان په ولسوالیو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د دوو سختو نښتو تفصیل هم خپور شوی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا