اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

«له طالبانو سره د تعامل او په افغانستان کې ټول شموله حکومت» څلور اړخیزه غونډه به جوړه شي

ډید خبري اژانس: ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان څلور اړخیزه غونډه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دغه موضوع مطرح کړې، خو د دې ناستې د دقیق وخت او ځای په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

ښاغلي کابلوف وویل چې په دې غونډه کې به دواړه خواوې له طا-لبانو سره پر اړیکو او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

دغو هېوادونو تر اوسه د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دې غونډه کې د طا-لبانو استازي هم نه دي بلل شوي.

د طا-لبانو حکومت د سیاسي ګوندونو فعالیتونه «غیر قانوني» بللي او د پخواني حکومت چارواکو ته یې هیڅ ډول امتیازات نه دي ورکړي او نورو جهادي ګوندونو ته یې د دولتي پوستونو د انتقال مخه نیولې ده.

ګومان دا دی چې د روسیې، چین، پاکستان او ایران راتلونکې څلور اړخیزه غونډه به د ایران په غوښتنه جوړه شي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې له طا-لبانو سره د افغانستان د استازي او په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو اعلان شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا