اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د «تی تی پی» ستونزه؛ د پاکستان استازی نن له یوه څرګند پیغام سره کابل ته راځي

دید خبری آژانس: په پاکستان کښې د ترهګرو حملو د زیاتیدو او د تحریک طا-لبان پاکستان ترمینځ د اختلافاتو له رامینځته کیدو وروسته د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړی استازی نن کابل ته راځی.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی نن ​​چهارشنبه (د سرطان ۲۸مه) کابل ته ځي چې په افغانستان کې د تحریک طا-لبان پاکستان د حضور په اړه طا-لبانو ته د هغه هېواد د چارواکو «روښانه پیغام» ورسوي.

د دغه راپور پر بنسټ، د پاکستان په حکومت کې سرچینو لیکلی، چې درانی مکلف شوی چې طا-لبانو ته د پاکستان واضح پیغام ورسوی او خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد د صبر کاسه پای ته رسېدلې ده.

په بلوچستان ایالت کې د وسله والو په بریدونو کې د پاکستاني پوځ د ۱۲ سرتېرو له وژل کېدو وروسته پاکستاني چارواکو پر طا-لبانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د دوحې په تړون کې د خپلو ژمنو د نه عملي کولو له امله په پراخه کچه نیوکې وکړې.

د پاکستان پوځ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د تحریک طا-لبان پاکستان د غړو د ازاد تګ راتګ په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستاني چارواکو له طا-لبانو غوښتي چې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا وکارول شي.

طا-لبانو هم د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا