اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

طالبانو د یوناما راپور رد کړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي چې د ملکیانو ۴۰ سلنه مرګ ژوبله د حکومت مخالفه ځواکونو له لوري د له وړاندې تعبیه شوو فشاري چاودیدونکو توکو )آی ای ډی( کارولو له امله رامنځ ته شوې.

خو په افغانستان د وسله والو طالبانو ډلې د راپور په غبرګون کې وایي، د یوناما نوې رابور یو اړخیز ده او ادعا کوي چې وسله وال طالبان د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې تر بل هر لوري ډیر هڅاند او متوجه دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې برعکس امریکايي او افغان امنیتي ځواکونه او ملیشې د هیچا د سراو مال د تلف کیدو پروا نلري.

وسله وال طالبان پر یوناما نیوکه کوي او وایي یوناما یو ځل بیا په دې بشري موضوع کې سیاسي چلند کړی او هڅه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما وایي په تیریو شپږ میاشتو کې ۱۶۶۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان دي.

د یوناما په وینا، د جنوري د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۳۰ مې نیټې په ټوله کې د ۱۶۶۲ ملکیانو وژل کیدل تایید شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښیي. د ټپي ملکیانو شمیره بیا د تیر کال د همدې مودې په پرتله، د یوې سلنې په راټیټیدو ۳۵۸۱ کسه دي.

د رپوټ له مخي د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د ملکیانو ۴۰ سلنه مرګ ژوبله د حکومت مخالفه ځواکونو له لوري د له وړاندې تعبیه شوو فشاري چاودیدونکو توکو )آی ای ډی( کارولو له امله رامنځ ته شوې.

همدارنګه ځانمرګو بمونو او بشقاب ته ورته چاودیدونکو توکو ۵۹۶ کسه ملکیان وژلي او ۱۴۸۳ نور یې ټپیان کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا