افغانستانروستي خبرونهسیاست

اروپايي ټولنې له افغانستان سره مرستې د ټول شموله حکومت پر رامنځته کولو مشروطې کړې

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى توماس نيکولسن وايي، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو دوام د يوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو شرط دى.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره مرستې د ټول شموله حکومت پر رامنځته کولو مشروطې کړې

نیکولسن د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۳مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د اروپايي ټولنې ونډه په دغه هېواد کې یوې هراړخیزې سیاسي پروسې ته اړتیا لري.
نیکولسن زیاته کړه: په افغانستان کې سوله، ثبات او سوکالي د ټولو نارینه وو او ښځو په بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون سره یوه ټول شموله سیاسي بهیر ته اړتیا لري.
هغه په افغانستان کې د طا-لبانو له خوا د بشري حقونو په رعایت ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طا-لبانو پرون په کابل کې د یو شمېر ښځو پر لاریون له تاوتریخوالي سره مخامخ شو.
اروپايي اتحادیې او امریکا تل په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته په درناوي ټینګار کړی او حتی په دې مسلو یې له طا-لبانو سره د رسمي خبرو اترو موضوع هم مشروطه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا