اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

آیا د افغانستان په باب د  امریکا سیاست ګټور دی؟

په هېواد کې سیاسي او امنیتي ګډوډي یو خوا او په موجوده حالاتو د خلکو د اعتراض په موخه سړکونو او واټونو ته راوتل بلخوا او د ایتلاف نجات رامنځ ته کېدل بلخوا او د جان مککین په مشرۍ د امریکا د سناټورانو د پلاوي راتګ، چې بحران مدیریت کړي.

د خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه ده، چې امریکا په افغانستان کې په کوم تعامل او د کوم ډول حکومت د احیا په تکل کې ده او دې سناټورانو د افغانستان له کوم ډول حکومت سره د امریکا د مرستو د دوام پیغام راوړی دی؟

امریکا هغه هېواد دی، چې په نړۍ د تر ټولو سترې ولس واکۍ د درلود مدعي ده او تل ادعا کوي، چې له فاسد او دیکتاور حکومت سره به تعامل و نه کړي.

اوس چې امریکایي سناتورانو له ملي وحدت حکومت سره د امریکا د اوږدمهالې مرستې پیغام راوړی دی نو و دې لیدل شي د ملي وحدت حکومت  مشران د امریکا په کوم معیار برابر دی.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو را پدېخوا د ولس واکۍ د بسنټونو په پیاوړي کولو، له اداري فساد سره په مبارزه، له حکومت سره د خلکو په نږدې کولو او د حکومت د مخالفینو په ځپلو کې هېڅ لاس ته راوړنه نه درلوده.

پر عکس په ارګ یو لړ دننه کړۍ له جنوب نه شمال ته د جګړې په لېږد، د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د داعش ورنږدېدل او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سازمان یافته انفجاروو په طرح ریزۍ تورن دي .

په همدې حکومت کې په ځینو ولایتونو کې له صفر نه تر ۱۰۰ سلنې پورې د کرزي پر مهال د مخدره توکیو کښت ورسېد او په امنیتي ارګانونو کې فساد خلک سړکونو ته راوویستل او د امنیتي ځواکونو لخوا پر خلو ډزې کولو خلک لاپسې نور هم غوسه کړل او د حکومت او خلکو ترمنځ یې واټن لا نور هم ډېر کړ.

د ملي وحدت حکومت په خپل تکروانه سیاست نه په خلکو کې ځای لري او نه په پیاوړیو سیاسي احزابو کې؛ بلکې د اوبو پر سر د ځګ په څېر ښکاري، چې د اوبو پر سر مقتدر ښکاري؛ خو پر اوبو ولاړ دی او له ځانه کومه وزنه نه لري.

امریکا دې پوه شي، چې په دې حکومت یې چې هر حساب پرانستی، بې ځایه دی او که ددې نظام په باب د سپینې ماڼۍ په کړنو کې کوم بدلون ونه لیدل شي؛ نوپه  افغانانو کې به د امریکا په صداقت ډاډ له منځه ولاړ شي؟

امریکا غواړي له داسې یو حکومت سره تعامل وکړي، چې ولسي پایګاه نه لري او دواړه مشران یې له خلکو سره اعتبار نه لري؛ نو امریکا دې ددې حکومت سره د تعامل او پیاوړي کولو پر ځای پر دې حکومت دباو راوړي، چې له خپل دیکتاوري سیاستونو لاس پر سر شي او اصلاحات دې راولي .

 

ظاهر شكوهمند- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا