اسلایدشوروستي خبرونه

حقاني شبکه : د کابل د زنبق څلور لارې برید موږ نه دی کړی

د حقاني ترهګرې شبکې مشر سراج الدین حقاني په پلازمینې کابل کې د وروستیو پیښو او تاوتریخوالو په اړه او د افغان چارواکو ادعاو په غبرګون کې وویل چې یاد شکبې د هېواد په وروستيو بريدونو كې لاس نه لري.

سراج الدین حقاني چې د طالبانو مشر ملا هبت الله مرستیال هم دی، ادعا کوي چې د كابل ښار زنبق څلور لارې ته نږدې موټر بم ځانمرګي بريد كې لاس نه لري.

هغه زیاته کړه، چې  چې دغه بريدونه د طالبانو لخوا نه هم دي ترسره شوي.

د حقاني شبکې مشر په يوه غږيز پيغام كې، چې د طالبانو د وياندويانو له لوري رسنيو ته لېږل شوى ويلي،  طالبان به تر هغې پورې جگړې ته دوام ورکړي، چې بهرنيان له افغانستانه وتلي نه وي.

خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان کړی، چې د دغه بنسټ څېړنې ښيي په پلازمینې کابل کې د زنبق څلور لارې ته څېرمه او د سلام ایزدیار د جنازې په مراسمو کې برید ونه د حقاني شبکې لخوا او د پاکستان د استخباراتي اداري په لارښونې شوی.

د ملي امنیت ریاست په وینا، دغه بنسټ کره معلومت په واک کې لري چې د کابل وزیر اکبرخان سیمه کې برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخوا پلان شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا