اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

ایران ته د جی شنکر د دوه ورځني سفر په اجنډا کې سیمه ایز او نړیوال مسایل

دید خبري آژانس: د هند د بهرنیو چارو وزیر نن (د جدی ۲۴) ایران ته خپل دوه ورځنی سفر پیلوي. دوه اړخیز، سیمه ییز او نړیوال مسایل د اجنډا په سر کې دي.

دوه ورځنی سفر د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر د دواړو ستراتیژیکو شریکانو ترمنځ د لوړې کچې تبادلې د یوې برخې په توګه تهران ته سفر وکړ.

له ایران سره د هند اړیکې تاریخي دي او نوی ډیلي د لویدیځې اسیا دغه هیواد خپل مهم شریک او نږدې ګاونډی ګڼي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې جیشنکر به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره وګوري او په دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو به خبرې وکړي.

وزارت وویل چې سیاسي همکاري، د اړیکو نوښتونه او د خلکو تر منځ قوي اړیکې د جیشنکر او امیر عبداللهیان ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا مهم اړخونه دي.

په پام کې ده چې دواړه لوري د چابهار بندر له لارې د سیمه ییز اتصال پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

د چابهار بندر چې د ایران په جنوبي ساحل کې د سیستان او بلوچستان په ولایت کې موقعیت لري، د ایران او هند له خوا د اړیکو او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه جوړیږي.

هند د چابهار بندر پروژه د سیمه ییزې سوداګرۍ او په ځانګړې توګه له افغانستان سره د نښلولو د پراختیا په سترګه ګوري.

جی‌شینکر په تاشکند کې په یوه کنفرانس کې د چابهار بندر د افغانستان په ګډون د سیمې د ترانزیت مهم مرکز وباله.

د چابهار بندر د نړیوال شمال-جنوب ترانسپورتي دهلیز (INSTC) پروژې مهم مرکز هم بلل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا