اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله: په مالیه وزارت کې نوې ټاکنې نه منم

اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ماليې وزارت لپاره د نوو مرستيالانو له ټاکلو سره مخالفت کړی دی.

مسير ورځپاڼې ته يوې باوري سرچينې ويلي، عبدالله عبدالله ټينګار کوي چې د ماليې وزارت مخکني مرستيالان دې پر خپلو دندو پاتې شي.

د روانې ميلادي مياشتې په ۲۰مه د ماليې د وزير اکليل حکيمي په وړانديز او د ولسمشر د ځانګړي حکم پر اساس مېرمن ناهيد سرابي د ماليې وزارت د پاليسۍ د مرستيالې، محمداغا کوهستاني د اداري مرستيال، نجيب وردګ د عوايدو او ګمرکونو د مرستيال او خالد پاينده د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال په توګه وټاکل شول. د ماليې وزارت پخوانی اداري مرستيال مصطفی مستور د اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله خوریی دی چې اوس له دندې ګوښه شوی دی.

ویل کیږي چې عبدالله عبدالله د ولسمشر له خوا د دغو ګومارنو مخالفت کړی او وايي د ماليې وزارت پخواني مرستيالان وړ او په کار پوه کسان دي او بايد پر خپلو دندو پاتې شي.

د همدغو اختلافونو له امله د نوو مرستیالانو معرفي ځنډېدلي او کار یې نه دی پیل کړی. پر حکومتي څوکيو د کسانو د ګومارلو پر سر د ارګ او اجرائيه رياست تر منځ اختلافات نوې خبره نه ده. له دې مخکې هم اجرائیه ریاست نیوکه کړې وه چې د مالیې وزیر د وزیرانو شورا ناستې ته نه ورځي. د چارو شنونکي وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ دا وړ اختلافات د چارو د ټکني کېدو سبب شوي او ان تر دې چې د حکومت نيمه کابينه سرپرستان اداره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا