اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

داعش د خپل مشر وژل کېدل تایید کړل

دید خبری اژانس: د داعش ډلې د خپل مشر ابوالحسین الحسینی القریشي مړینه د یوې ویډیو په خپرولو سره تائید کړه او ابوالحفص الهاشمي القریشي یې د هغه ځای ناستی اعلان کړ.

د رویټرز په وینا، په یوه ویډیو کې چې د ثبت کولو نیټه یې نه ده معلومه، د داعش ویاند وايي چې قریشي د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش له یوې سیالې افراطي ډلې هیئت التحریر الشام سره په وسله واله جګړه کې وژل شوی دی.

هغه د «شام تحریر هیئت» ډله هم د ترکیې د استخباراتو اجنټ بولي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپریل په میاشت کې وویل چې د ترکیې استخباراتي ځواکونو په سوریه کې د داعش مشر وژلی دی.

اردوغان وویل چې د ترکیې استخباراتي ادارې له ډیرې مودې راهیسې قریشي غوښتي وو.

ابو حسیني القریشي د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې په سوریه کې د داعش د پخواني مشر له وژل کېدو وروسته د دغې ډلې مشري په غاړه واخیسته.

داعش د خپل نوي مشر په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا