اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

فایق: طا-لبان د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې جګړه جهاد ګڼي

ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دیپلوماتیک ماموریت مشر وايي، اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ او د خلکو پر وړاندې جګړه جهاد بولي.

د طا-لبانو د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي له هېواده بهر د دغې ډلې د عسکرو جګړه د نړۍ په نوم نه ده، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت مشر نصیر احمد فایق نن یکشنبه (د اسد ۱۵) وویل د طا-لبانو «غیر اسلامي» سیاستونه او کړنې یوازې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې دي.

فایق په یوه ټویټ کې لیکلي چې طا-لبان د پخوانیو امنیتي ځواکونو، پرسونل، بودیجې او د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې جګړه جهاد بولي.

هغه زیاته کړه: هو، د افغانستان د مظلومو او بې دفاع خلکو، ښځو او نجونو، پخوانیو امنیتي ځواکونو، پرسونل او بودیجې، طبیعي زیرمو او بالاخره د افغانستان د پرمختګ په وړاندې ستاسو د ملي ګټو خلاف غیر اسلامي او انساني سیاستونه او کړنې د جهاد په نوم یادیږي.

د طا-لبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې که څوک د جهاد په نیت له افغانستانه ووځي د هغه کار جهاد نه بلل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا