اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د امر عبدالستار د شهادت پیښې موظف پلاوي د خپلو موندنو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د آمر عبدالستار د شهادت پیښې د ارزونې پلاوي د موندنو راپور واورېد.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د آمر عبدالستار د شهادت پیښې د ارزونې پلاوي د موندنو راپور واورېد.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه ناسته کې چې په همدې موخه په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه او د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر مرستیال او د یاد پلاوي رئیس جنرال سالم شاه ابراهیمي او د پلاوي غړیو عبدالرازق هاشمي او حبیب الرحمان افغان د خپلو موندنو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.
دوی له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ چې ژر یې د پلاوي د ګمارلو حکم صادر کړ وویل، هڅه مو وکړه چې یاده پېښه او بېلابېل ابعاد یې په هراړخیزه توګه د هیواد د نافذه قوانینو او د عملیاتو د اجرا کوونکو بنسټونو د قانوني صلاحیتونو په رڼا کې او همدا راز مطرح شوې ادعاوې په قضیه کې د دخیلو اکثریت ارګانونو سره د خبرو اترو او استعلامونو او له مشرانو، شاهدانو او زیانمنو شویو سره د مرکو له لارې وارزول شي.

جمهوررئیس غني د موظف پلاوي د راپور له اورېدو وروسته د دوی د جدي او منسجم کار او د نظر د توافق مننه وکړه وې ویل، ستاسې وړاندیزونه او نظریات مهم دي او حکومت به په جدي توګه ستاسې پر موندنو تمرکز وکړي.
جمهوررئیس د تعقیبي څېړنو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې او وې ویل، د موظف پلاوي موندنې دې د لازیات وضاحت په موخه د کورنیو چارو وزارت په شمول له اړوندو امنیتي ارګانونو سره شریکې او ژر دې د یاد پلاوي پوښتنو ته مناسب او واضح ځوابونه برابر شي.
همدا راز جمهوررئیس څرګنده کړه چې د موظف پلاوي راپور دې دعدالت د تامین په خاطر عدلي او قضایي ارګانونو سره شریک شي.
د یادولو وړ ده چې یاد پلاوی به ژر د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د خپلو موندنو ډېر جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا