اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کرزي؛ افراط ګرايي د امریکا ابزار وګاڼه!

پخوانی ولسمشر؛ حامد کرزی وايي، امریکا د افغانستان د ګاونډیانو له مرستې  پرته امینت راوستی نشي.

له اسپوتتیک نه په نقل سره، حامد کرزی له C.C.T.N  تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل :امریکا دې په افغانستان کې سولې راوستو ته خپل رول ولوبوي؛ ځکه نن افغانستان تر تېرو کلونو خورا نا امنه شوی دی .

ښاغلی کرزی وايي، باید یو نوی تړون رامنځ ته شي او امریکا دې نورو هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیانو؛ لکه چین، روسې، هند، ایران او پاکستان ته ونډه ورکړي او د افغانستان د ګاونډیانو له همکارۍ پرته امریکا هېڅ څه هم کولای نشي .

کرزي یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر کړنو نیوکه وکړه او و یې ویل، چې امریکا په افغانستان کې امنیت راوستو او له ترورزم سره له مبارزې لپاره راغله؛ خو د څه لپاره، چې راغلې، تمرکز یې پرې و نه کړ.

کرزی وايي: امریکا له ترورزم سره مبارزه و نه کړه؛ ځکه د افغانستان جګړې د سیمې د عملیاتو په پامنیوي یو استراتیژۍ ته اړتیا درلوده او اوس هم د ترورزم پټنځایونو په خپل ځای کې دي.

هغه وایي، چې له ولسمشر غني سره ښه اړیکې لرم او د ډيموکراسۍ په پلي کولو کې ورته ښه چارې هیله کوم؛ خو په ځینو ځایونو کې ورسره اختلافات هم لرم.

کرزی وايي: انکار کولای نشو، چې افغانستان مصون دی او ځینې کسان، چې  داعش تمویل او تجهیزوي او چې کله امریکا له افراط ګرایۍ سره د مبارزې ادعا کوي؛ خو کمه شوې نه ده؛ نو یوه غلطه خبره ده او یا له افراط ګرایۍ سره د مبارزې لار غلطه ده.

هغه وویل: افراط ګرايي یو ابزار دی او که تېرو ته ولیدل شي، امریکا د پخواني شوروي پر خلاف ترې د یوه ابزار په توګه ګټنه کړې ده.

هغه هم د طالبانو د دفتر د بندولو په باب وویل چې له بهر سره د افغانستان د دننه مذاکراتو لپاره مو یو دفتر ته اړتیا درلوده، خو موږ جمهوري اسلامي درلود  او هغوی د امارت اسلامي په نامه په قطر کې دفتر خلاص کړ او دا په یوه هېواد کې د دوو قدرتونو په مانا و؛ نو ځکه مو بند کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا