اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د افغانستان وضعیت؛ یوناما به درې ورځې وروسته په امنیت شورا کې مشورتي غونډه جوړه کړي

دید خبري آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی (یوناما) ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړه کړي.

د امنیت شورا په کاري پروګرام کې ویل شوي، چې یوناما به په همدې ورځ یوه خبري غونډه هم وکړي.

د دغې مشورتي غونډې د کاري اجنډا او د ګډونوالو په اړه لا نور معلومات نه دي خپاره شوي.

د یوناما دغه غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې څو ورځې وروسته د امنیت شورا په دفتر کې جوړېږي.

تمه ده چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د رايې وهلو د پرمختګ په اړه به په راتلونکي خبري کنفرانس کې وضاحت وشي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه د دوشنبې په ورځ (د کب ۷ مه) د مشخصو پایلو او پرېکړو له رسمي اعلان پرته د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د امنیت شورا د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو  سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه راپور غړو ته وړاندې کړ، خو په دې اړه یې له نورو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا