افغانستانروستي خبرونهسیاست

د تول تاکنی پای؛ د جمهور رییس د تحلیف مراسم د کب ۱۹ نیته ترسره شی

د افغانستان اسلامي جمهوریت، جمهور رئيس محمد اشرف غني له تخنیکي برخو، د هیواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د دولت ساز ټیم له مشرتابه او د افغانستان بین المللي شریکانو سره له پراخو او هر اړخیزه مشورو وروسته دا مصلحت وګاڼه چې راتلونکې پنجشنبه د کب په ۸مه نېټه، د لوړې ترسره کېدونکي ستر مراسم، د کب تر ۱۹مې نېټې پورې وځنډول شي.

د کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او مراسمو لپاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي. د افغانستان جمهور رئیس د شریف ملت د حوصلې او د هیواد د لوړو مصالحو په اړه د دوی د ژور درک مننه کوي.
د هیواد ټولو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکول شوی چې په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي کمښت ته د مسلکي پاملرنې ترڅنګ دې د هیوادوالو د مال او ځان په خوندیتوب کې یوه شېبه غفلت نه کوي او د خلکو په خدمت کې دې وي. په عین وخت کې د افغانستان ملت ته ډاډ ورکوو چې د دولت دستګاه به د پخوا په څېر، افغانانو ته د اغېزناکو او پر وخت خدمتونو رسولو په برخه کې خپل مسئولیتونه په پوره جدیت او صداقت ترسره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا