بشری حقونهروستي خبرونهنړۍ

ملګري ملتونه: که د افغان ښځو په وضعیت کی بدلون را نه شي، د دوی راتلونکې به تیاره وي

د ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې پر طا-لبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې سیستماتیک ظلم پای ته ورسوي او د ښځو د حقونو د ښه والي لپاره دې د نورو اسلامي هېوادونو لارې چارې تعقیب کړي.

ملګري ملتونه: که د افغان ښځو په وضعیت کی بدلون را نه شي، د دوی راتلونکې به تیاره وي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې میشل باشله پر طا-لبانو غږ وکړ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د «سیسټمیک ظلم» پای ته ورسوي او د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره دې د نورو اسلامي هېوادونو لارې چارې تعقیب کړي.
اغلې باشلي د افغان ښځو او نجونو د «مایوسوونکي وضعیت» په اړه اندېښنه وښوده او هغه یې وغندله.
هغه زیاته کړه چې د تیر کال په اګست میاشت کې د طا-لبانو له واک څخه وروسته، «ښځې او نجونې د خپلو حقونو په کارولو کې ترټولو مهم او چټک خنډ تجربه کوي» او زیاته یې کړه چې که سمدستي بدلون ونشي، د دوی راتلونکی به تیاره وي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې په دې غونډه کې چې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د بیا کتنې په موخه جوړه شوې وه، له نړیوالې ټولنې څخه د «لا زیاتو همغږي هڅو» غوښتنه وکړه چې طا-لبان دې ته اړ کړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.
آغلې باشله ویلي دي: زه د طا-لبانو اوسني چارواکي په کلکه هڅوم چې له نورو مسلمانو هیوادونو سره چې د ښځو او نجونو د حقونو په لوړولو کې فعال دي، د نړیوالو قوانینو له خوا تضمين کړي.
په ورته وخت کې د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په کابل کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په یوه «لویه غونډه» کې د اسلامي شریعت پر پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې که پر دوی اټوم بم هم وکارول شي. دا به د شریعت په لاره کې یو ګام وي، دوی شاته نه ځي.
هغه نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې وویل: نړۍ باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، موږ خپلواک یو او د هیچا امر نه منو.
باید وویل شي چې د طا-لبانو د دیني عالمانو په غونډه کې یوه ښځه هم نه ده حاضره شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا