اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستټولنه

په کابل کې د تیرې شپې د چاودنې مسوولیت داعش په غاړه واخیست

دید خبري آژانس: داعش ترهګرې ډلې د کابل په لویدیځه څنډه کې پرون ماښام (شنبه د جدی ۱۶ مه) د چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست.

دغې ډلې ادعا کړې چې په دې چاودنه کې شل شیعه ګان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د داعش ډلې ویلي چې دا برید یې د «هر ځای چې ومومئ وژنئ» کمپاین کې ترسره کړی.

پرون ماښام شاوخوا ۶:۲۰ بجې د قلعه ناظر په سیمه کې د «کاسټر» ډوله ښاري بس په مټ چاودنه وشوه.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي سیمه د څو خونړیو بریدونو شاهده ده.

د روان هجري لمریز کال د عقرب د میاشتې په شپاړسمه نېټه د برچي د میدان ښار د «مهتاب کلا» په سیمه کې یو کاسټر ډوله موټر د چاودنې ښکار شو.

په همدې میاشت کې د برچي ښار د «نانوایی» په تمځای کې د «ملت» په ورزشي کلب کې چاودنه شوې وه، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا