اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران په اړه د ازبکستان او د اسلامي همکاریو د سازمان د استازو مشوره

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

دغه وزارت نن شنبه (د قوس۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخت سره وکتل.

له بلې خوا د اسلامي همکاریو سازمان په یوه بیان کې ویلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د کمولو او رغنده تعقیب لپاره د همغږۍ، مشورې او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د دغه راپور پر بنسټ، د نورو موضوعاتو تر څنګ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان په پرېکړه ليکونو کې مشخص شوي، بحث وشو.

د يادونې وړ ده، چې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په بېلابېلو اعلاميو کې د ښځو پر زده کړو او کار کولو بنديز د اسلام د لارښوونو خلاف بللى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا