افغانستانروستي خبرونهسیاست

د محمد اشرف غني او د امریکا سنا مجلس هیئت کتل

د ملی وحدت حکومت رییس محمد اشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د سنا مجلس له پلاوي سره وکتل.

د ملی وحدت حکومت رییس محمد اشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د سنا مجلس له پلاوي سره وکتل.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د امریکا د سنا مجلس پلاوي د افغانستان د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ، ټاکنې د ولسواکۍ د اساساتو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.
یاد پلاوي تروریزم سره د مبارزې او د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په خاطر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه او وې ویل، د امریکا متحده ایالات د سولې د هغې پروسې هرکلی کوي چې د ښځو د حقونو او جمهوري نظام د تداوم ترڅنګ په کې د تېرو دوو لسېزو ټولې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا